ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مشرتابه او د UNFPA  مسولینو لیدنه؛ د با کیفیته ارقامو پر چمتو کولو خبرې شوي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لوی رییس عبدالقاهر ادریس او ورسره پلاوي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق UNFPA د پروګرامونو له همغږې کوونکې او سرپرستې میرمن نادا ناجا او په افغانستان کې د یاد صندوق له مرستیال ډاکټر احمد ولي راسخ سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې د افغانستان د سرشمېرنې د ترسره کېدو، د با کیفیته ارقامو د چمتو کولو، پر وخت او په لوړ کیفیت د سروې‌ګانو د ترسره کولو په تړاو پر لا ډېرې همغږۍ خبرې اترې وشوې.

په دې ناسته کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لوی رییس وویل؛ دا اداره، د یوه ملي بنسټ په توګه ژمنه ده، چې ملي او نړیوالو سازمانونو او څېړونکو ته باکیفیته، معتبر او کره ارقام او احصاییوي معلومات وړاندې کړي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره د ارقامو د علمي ثبت، د احصاییوي فعالیتونو د انسجام، جغرافیايي معلوماتو او د نفوسو د احوال ثبتولو په برخو کې د معتبرې ملي مرجع په توګه فعالیت کوي او هره ورځ په ټول هېواد کې په پراخه توګه هېوادوالو ته عامه خدمتونو وړاندې کوي.