ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوی محمد یونس راشد: ځوانانو ته د کاري زمینو برابرول د اسلامي امارت دنده ده

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال مولوی محمد یونس راشد د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ ته د ځوانانو د ستونزو اورېدو په موخه سفر کړی او هلته یې د یادې ولسوالۍ له سلګونو ځوانانو سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې مولوي محمد یونس راشد ویلي؛ ځوانانو ته کاري فرصتونه برابرول او ښوونیز مرکزونه جوړول د ځوانانو چارو معینیت له لومړیتوبونو څخه دي او د دوی د سالمې روزنې په موخه د هېواد په کچه بېلا بېل پروګرامونه په پلان کې لري.

نوموړي زیاته کړې، غواړي د شاجوی ولسوالۍ ځوانانو ته ښوونیز مرکز فعال کړي، ترڅو ځوانان همدلته عصري زده کړې تر سره کړي.

د زابل ولايت د ځوانانو چارو امر ملا عصمت الله شکیب اغا د ځوانانو چارو له مرستیال څخه مننه کړې، چې له ځوانانو سره د ليدنې په موخه یادې ولسوالۍ ته راغلی او له ټولو ځوانانو یې غوښتي، تر څو د اسلامي نظام د ملاتړ او د هېواد د ابادۍ لپاره لاس په کار شي او ترڅنګ يې خپلو زده کړو ته زیاته پاملرنه وکړي.

همدارنګه د شاجوی ولسوالۍ ځوانانو د تحصیل او نورو بېلابېلو برخو کې غوښتنې کړي، چې د ځوانانو چارو مرستیال له خوا ورته د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شوي دي.