د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له استازې روزا اوتونبایوا او د یوناما له مرستیال اندریکا راتواته سره لیدنه کړې.
د اقتصاد وزارت وایي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د خلکو د اقتصادي اړتیاوو او پراختیایي لومړیتوبونو په نظر کې نیولو سره د بشري مرستو د اغېزمن او روڼو پلي کېدو په اړه خبرې کړې دي.
د دې وزارت په وینا، قاري دین محمد حنیف په دې لیدنه کې ټینګار کړی، چې په روان میلادي کال کې باید نړیوالې بنسټونه خپلې هڅې د پراختیایي پروژو او فعالیتونو په پلي کولو متمرکزې کړي، څو د خلکو ستونزې حل او د فقر او بېکارۍ کچه راټیټه شي.