ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د نږدې ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د سمنګان لوړو زده کړو موسسې په بېلابېلو برخو کې رغنیزې چارې پیل شوې

لوړو زده کړو وزارت وايي، سمنګان لوړو زده کړو موسسه کې د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ سوه زره افغانیو په لګښت د بېلابېلو برخو د رغونې او بیارغونې چارې پیل شوې.

یاد وزارت زیاتوي؛ دا پروژې چې د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې تمویلیږي، د داخلي سړکونو بیارغونه او قیر کول، پیاده روونه، هموارول، د محصلینو استراحت ځای لپاره سايه‌بانونه، د برېښنا نویي برج جوړول، او د ټرانسفارمر نصبول پکې شامل دي.

لوړو زده کړو وزارت  د یادو پروژو د پلي کېدو موخه، د زده کړیزو شرایطو ښه کول او په دې عملي مرکز کې تدریس لپاره خوندي او مناسب چاپیریال برابرول ښودلي دي.

 د یادونې وړ ده، چې د یادو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د سمنګان والي، د سمنګان لوړو زده کړو موسسې مشرتابه، د امارتي ادارو یو شمیر رییسانو، استادانو او د دې موسسې اداري کارکوونکو ګډون کړی و.