ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پاکستان کې افغان سفیر د کډوالو پر وضعیت ژوره اندېښنه ښودلې

پاکستان کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له مشرې فیلیپا کندلر سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې سردار احمد شکیب اسلام‌ اباد او راولپنډۍ کې د افغان کډوالو د نیول کېدو او ځورونې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې د قانوني اسنادو لرونکو افغان کډوالو حقونه باید خوندي شي او یونیسیار باید د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې اقدامات وکړي.

نوموړي د پولیسو له لوري د افغانانو د کورونو تالاشي، د ښځو او ماشومانو نیول، او د رشوت غوښتلو قضیې هم یادې کړې دي.

پاکستان کې د افغانستان سفیر ویلي، ډیری افغانان چې له لسیزو راهیسي پینډۍ کې اوسي د پولیسو له ویري یې خپل کاروبار او دوکانونه له څو اونیو راهیسي تړلي دي.

د کډوالو عالي کمیشنرۍ مشرې د پاکستان د امنیتي ادارو له لوري د افغان کډوالو ځورونې ته اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په دې اړه به د پاکستان له چارواکو سره خبرې وکړي ترڅو د افغان کډوالو پر وړاندې دا ډول چلند پای ته ورسوي.