د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ دې ادارې د روان کال درېیمې ربعې اړوند د هېواد د صادراتو او وارداتو ارقام راټول، توحید او تحلیل کړي دي.
د دې ارقامو لهمخې د صادراتو ارزښت ۶۶۹.۷ میلیون ډالره او د وارداتو ارزښت درې میلیارده او ۲۵۴.۴ میلیون ډالرو ته رسېږي.
یاده اداره زیاتوي؛ د ۱۴۰۲ کال په درېیمه ربعه کې د صادراتو ارزښت ۶۳۴.۸ میلیون ډالرو ته رسېده چې د روان کال د صادراتو په ارزښت کې د تېر کال په پرتله ۳۴.۹ میلیون ډالره زیاتوالی راغلی دی.
همدارنګه د ۱۴۰۲ کال په درېیمه ربعه کې د وارداتو ارزښت دوه میلیارد او ۱۷۹.۴ میلیون ډالرو ته رسېده چې د روان کال په وارداتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله یو میلیارد او ۷۵.۰ میلیون ډالره زیاتوالی راغلی دی.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د روان کال په درېیمه ربعه کې وچه او تازه مېوه د صادراتي توکو په ډله کې د ۳۲۱.۹ میلیون ډالرو په ارزښت تر نورو زیاته ونډه لري او ورپسې د ۷۹.۳ میلیون ډالرو په ارزښت سبزي، د ۶۷.۳ میلیون ډالرو په ارزښت طبي بوټي او د ۳۵.۲ میلیون ډالرو په ارزښت معدني توکي په ترتیب دویم، درېیم او څلورم ځای خپل کړی دی.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ د روان کال په یاده موده کې د هېواد د وارداتي توکو په ډله کې نفتي مواد او روغنیات د ۶۶۷.۲ میلیون ډالرو په ارزښت زیاته ونډه لري او ورپسې ماشینونه، ټرانسپورټي وسایط او پرزې د ۴۵۰.۱ میلیون ډالرو په ارزښت، غنم او د غنمو اوړه د ۲۳۴.۱ میلیون ډالرو په ارزښت او منسوجات د ۱۱۷ میلیون ډالرو په ارزښت په دویم، درېیم او څلورم ځای کې راځي.
دا اداره زیاتوي؛ له بل لوري، د روان کال په یاده موده کې وچه او تازه مېوه د ۴۸.۱ سلنې او سبزي د ۱۱.۸ سلنې په درلودو د هېواد په صادراتو کې تر ټولو زیاته ونډه لري او نفتي مواد او روغنیات د ۲۰.۸ سلنې او ماشینونه، ټرانسپورټي وسایط او پرزې د ۱۳.۸ سلنې په درلودو د هېواد د وارداتو تر ټولو زیاته برخه جوړوي.
همدارنګه د تورغونډۍ، اسلامکلا ګمرکونه او د هرات ولایت مرکز د ۲۵سلنې، د کندهار ښار ګمرک او د دې ولایت سپینبولدک د ۱۵.۶سلنې او د مزارشریف ګمرک په ۱۴.۲سلنې سره د هېواد په صادراتو او وارداتو کې ترټولو زیات رول درلود.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره، د هېواد د صادراتي او وارداتي توکو ارقام او معلوماتپه دوامداره توګه له اړوندو بنسټونو څخه راټول، توحید او تحلیلوي او وروسته کره احصاییوي ارقام د ملي او نړیوالو بنسټونو او څېړونکو په واک کې ورکوي.