د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مستیال شیر محمد عباس ستانکزي د اقلیمي بدلون د ۲۹مې نړیوالې غونډې د پایلو او اغېزو د ارزونې کنفرانس کې ویلي، چې افغانستان کې د بمونو او کیمیاوي وسلو کارولو د هېواد اقلیم ته جدي زیان رسولی دی.
شیر محمد عباس ستانکزي زیاته کړې، چې د پخواني شوروي اشغال پر مهال د جګړو له امله د افغانستان ۸۰ سلنه ځنګلونه له منځه تللي دي.
نوموړي دغه راز ویلي، چې د امریکا له خوا د “بمونو مور” او کیمیاوي وسلو کارول د هېواد اقلیم په شدیده توګه اغېزمن کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مستیال په وینا، د اقلیمي بدلون ناورین د اشغال پرمهال پیل شوی او اسلامي امارت ته په میراث پاتې دی.
ښاغلي ستانکزي د دې ناورین د حل لپاره د هېواد د اوبو د کنټرول او مدیریت پر اهمیت ټینګار کړی دی.