ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کونړ او کندهار کې راستنېدونکو کډوالو لپاره ښارګوټي جوړیږي

د کور او ښار جوړولو وزارت د کډوالو د عملیاتي کمېټې مشر حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د اړوندو ریاستونو په همغږۍ او همکارۍ یې په کونړ او کندهار ولایتونو کې د اجباري راستنېدونکو اړمنو کورنیو لپاره د ښارګوټو جوړولو په موخه تفصیلي پلانونه جوړ کړي دي.

نوموړی زیاتوي، کونړ کې یې په مرکز او کندهار کې د دامان ولسوالۍ د دویم فاز لپاره تفصیلي پلانونه جوړ شوي.

د ښاغلي لطیف په وینا، د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني، د اجباري راستنېدونکو کډوالو دایمي مېشتېدو په موخه د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی او له همدې کبله یې عملیاتي کمېټه جوړه کړې.

حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف زیاتوي، دغه کمېټه به هڅه وکړي چې هره اوونۍ د خپلو چارو په تړاو ملموسه پایله ورکړي او ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

د یادونې وړه ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي، چې ورسپارل شوې دندې او مسولیتونه پر وخت او سمه توګه سرته ورسوي.