د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي په خپل کاري دفتر کې په قطر هېواد کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین سره لیدنه وکړه.
شیخ محمد خالد الحنفي ښاغلي شاهین او مل پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ د یاد وزارت د لاسته راوړنو او په ټولنیز بدلون کې د یاد وزارت ونډې او ارزښت په اړه خبرې وکړې.
نوموړي د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د کړنو،، لاسته راوړنو او په ټولنیز بدلون کې د یاد وزارت مثبت ارزښت او په دې برخه کې د ترلاسه شویو پرمختګونو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.
د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر څرګنده کړه، چې د دې وزارت موخه یوازې د اسلامي شریعت پلي کولو ترڅنګ د ټولنیز بدلون او ثبات راوستل دي.
ښاغلي الحنفي همداراز په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر څخه وغوښتل، ترڅو د نړیوالو ډیپلوماټیکو اړیکو له لارې د وزارت د فعالیتونو په اړه رښتیني معلومات خپاره کړي او د منفي تبلیغاتو مخه ونیسي.
بلخوا سهیل شاهین د بهرنیو رسنیو لهخوا د افغانستان په اړه خپرېدونکو تبلیغاتو ته په اشارې سره وویل، هغه څه چې د رسنیو له لوري نړیوالو ته وړاندې کېږي د حقیقت خلاف دي او مغرضې بهرنۍ استخباراتي کړۍ هڅه کوي ترڅو په ټوله کې د اسلامي امارت په ځانګړې توګه د دې وزارت غلط انځور تر نړیوالو ورسوي.
ښاغلي شاهین همداراز ډاډ ورکړ، چې هڅه کوي ترڅو د خپل موقف او اړیکو څخه په ګټه اخیستنې د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو وزارت ریښتینی انځور تر نړیوالو ته ورسوي.
هیره دې نه وي، چې په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د کاري چارو لا ښه ترسراوي او مثبتو پايلو په اړه له یو بل سره د نظرونو تبادله او مشورې شریکې کړې.