د اوبو او انرژي وزارت وايي، د ټاپ پروژې کمېټې تخنیکي ناسته د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژي په معینیت کې ترسره شوه.
دغه ناسته د یاد وزارت د انرژي مرستیال ملا عبدالهادي یعقوب تر رهبري لاندې د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رییس قاري محمد عبدالعزیز عزیز، د انرژي سکتور د رییسانو او د نورو اړوندو وزارتونو او ادارو څخه د کمېټې د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، د ټاپ پروژې په هکله هر اړخیز معلومات د یوه پرزنټیشن په ترڅ کې د انرژي د برنامو ریاست د متخصصینو له لوري وړاندې شول.
د یادې پروژې د اسنادو، پروپوزلونو او د پرمختګ د وضعیت تر ارزولو وروسته، د همغږي، د چارو د انسجام او نورو اقداماتو تر لاس لاندې نیولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او اړین تصمیمونه ونیول شول.
د یادونې وړ ده، چې په ټاپ پروژه کې د ترکمنستان له ماري ښار څخه د پاکستان تر کویټې پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ لېږد مزی شامل دی.
دغه مزی د افغانستان له لارې لېږدول کېږي، چې ۷۰۵ کیلو متره د دغه هېواد په خاوره کې غځول کېږي.
د دغه برېښنا مزي د ترانزیټي ګټې برسېره، افغانستان کولی شي چې له یاد مزي څخه ۳۰۰ میګاواټه برېښنا هم تر لاسه کړي.