ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بادغيس کې اووه کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وایي؛ د بادغيس ولايت په ابکمري ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو له امله اووه کلنه دښمني د يوې غونډې په ترڅ کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست له لوري داسې مهال حل شوه، چې د ولايتي مسولينو، قومي سپين ږيرو، علماوو او ځايې خلکو په ګډون د ښکېلو کورنيو مشرانو پکې ونډه درلودله.

یاد وزارت زیاتوي، د دې غونډې په ترڅ کې مسولينو لومړی د موضوع په تړاو د راټولو شويو معلوماتو پر بنا پرېکړه وکړه او د يادو کورنيو مشران يې سولې ته را وبلل.

همدارنګه دوی د خپلو ویناوو پرمهال په ټولو ولسونو غږ وکړ، چې له خپلمنځي شخړو لاس واخلي او یوله بل سره دي د وروڼو په څېر ژوند غوره کړي.

دغه‌راز ښکېلو لوريو د جرګه کوونکو پرېکړه منلې او يو بل ته يې د ورورۍ غاړه ورکړې.

په ورته مهال دوی له مسولینو په مننې سره زیاته کړې، چې د اسلامي امارت مشران د ولسونو ترمنځ هره لويه او وړه ستونزه په سوله ییزه توګه حل کوي او د خلکو ترمنځ یووالي ته ژمن دي.