د پکتیکا ولایت ښرنې ښاروالۍ ریاست له داخلي بودیجې څخه د یاد ولایت په ښار کې د ۲۲میلیونه افغانیو په لګښت په اساسي ډول د یو کیلو مټر سړک د جوړولو چارې پیل شوي.
د پکتیکا والي ملا عبدالخالق عابد ویلي؛ یاد سړک د یو کیلو متر په اندازه په اساسي ډول پخېږي، چې د ښرنې ښار د پراختیا، ودې او د ښار په دغه ساحه کې ښاریانو ته د ترافیکي او کاروباري اسانتیاو په برخه کې یوه حیاتي پروژه ده.
دغهراز نوموړي د ښرنې ښار د پراختیا او پرمختګ په برخه کې د ښرنې ښاروالۍ هڅې ستایلي، چې په خبره یې په کمو امکاناتو اساسي او ضرورت وړ پروژې پلي کوي.
د پکتیکا مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت ویلي؛ دا د نېکمرغۍ ځای دی، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد په کچه د اساسي پروژو او اقتصادي بنیادونو د رغولو کارونه جریان لري.
همدارنګه نوموړي پکتیکاوالو ته ډاډ ورکړی، چې په راتلونکې کې په څلورو طرفونو د پینځه کیلو متره په اندازه د ښرنې ښار د پراختیا پلان لري، چې د ولایت مقام په رهبري د ښاروالۍ او ښارجوړولو ریاستونو سره په ګډه په دې چاره کار کوي.
ښرنې ښاروال مولوي سردار ولي ثابت د یاد سړک د جوړولو په اړه ویلي؛ یاد سړک د یو کیلو متر په اندازه اوږدوالي او ۴۰ متر سور سره د ښار داخل د غزني په مسیر له کښیوالو کارېز څخه پیل د موټرو تر بارګینونو پورې غځېږي، چې په درېیو مرحلو (پرانه کول، جغل اندازي او اساسي پخولو) سره به یې کارونه بشپړ شي.
نوموړي زیاته کړې، د سړک په منځ کې د دوه متر په سور یو ګلدان او دواړو طرفونو ته د درې متر په سور او دوه زره متر په اوږدوالي په پاخه ډول ویلې جوړېږي، چې ټول مصرف یې ۲۲ میلیونه افغانۍ کېږي او د ښرنې ښاروالۍ ریاست له داخلي بودیجې څخه ورکول کېږي.
په ورته وخت کې د پکتیکا ښاریان د دغه سړک په جوړولو خوښي څرګنده کړې او دغه اساسي پروژه د ښار د پراختیا او ښاریانو ته د ترافیکي او کاروباري اسانتیاو رامنځته کولو په برخه کې لویه لاسته راوړنه او حیاتي ارزښت لرونکې بللې ده.