ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د اقلیمي بدلون ۲۹م کنفرانس پایلو او اغېزو په تړاو ملي کنفرانس جوړ شو

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او ORD موسسې له‌خوا د ۱۴۰۳کال د مرغومي په ۲۶نېټه په کابل سټار هوټل کې (د اقلیمي بدلون۲۹م کنفرانس پایلو او اغېزو د څېړنې) ترعنوان لاندې د اقلیم بدلون ملي کنفرانس جوړ شو.

په دې کنفرانس کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص، مالي او اداري چارو مرستیال ملا سعدالدین سعید، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، اقتصاد، د افغاني سرې میاشتي ټولني مرستیالانو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مېرمن رزا اوتونبایوا، د سفارتونو او امارتي ادارو استازو، د پوهنتونونو استادانو، متخصصینو، د ملي او نړیوالو موسسو استازو او رسنیو استازو ګډون کړی وو.

د ORD موسسې مرستیال انجنیر عبدالباري حمیدي د ګډونوالو هرکلی وکړ او د دې کنفرانس د جوړیدو په تړاو یې معلومات وړاندې کړل.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د ناوړه اغیزو او زیانونو په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې او ويي ویل؛ د اقلیمي بدلون موضوع د نړۍ په کچه د هر انسان ژوند ته ګواښ دی، له بده مرغه افغانستان له اقلیمي بدلون څخه زیانمن هېواد دی، اقلیمي بدلون زموږ ژوند، اقتصاد، کرنې، اوبو، ځنګلونو او ایکوسیستم ته زیان رسولی، په داسې حال کې چې افغانستان د اقلیمي بدلون په راوستو کې هیڅ ونډه نه لري.

نوموړي زیاته کړه؛ اقلیمي بدلون یوه نړیواله مسله ده او مشترکو اقداماتو ته اړتیا لري، دا مهال افغانستان د ۱۶نړیوالو چاپېریالي کنوانسیونو غړیتوب لري، تعهداتو ته یې ژمن دی؛ خو له بده مرغه نړیوال له افغانستان سره د مور او میرې چلند کوي سره له دې چې د پاریس تړون له مخې نړیوال مکلف دي چې د اقلیمي بدلون ناوړه اغېرو څخه له زیانمو هېوادونو سره همکاري وکړي.

ښاغلي خالص له نړیوالو غوښتنه وکړه، چې چاپېریالي موضوعات سیاسي نه کړي او خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

مولوي مطیع الحق خالص وویل؛ د افغانستان اسلامي امارت په خپل ټول توان دې ته ژمن دی چې د موجوده امکاناتو پر مټ له اقلیمي بدلون سره مبارزه وکړي، خو دا چې اقلیمي بدلون نړیواله پدیده ده، مشترکو نړیوالو اقداماتو ته اړتیا لري او دا د نړیوالو مسولیت دی چې له اقلیمي بدلون څخه اغېزمنو هېوادونو سره تخنیکي او مالي همکاري وکړي.

د کنفرانس په لړ کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلون رییس روح الله امین له خوا د ساینس اقلیمي بدلون، وړاندوینې، پر افغانستان د COP29 کنفرانس اغېزې او پایلو تر عنوان لاندې هر اړخیز تخنیکي معلوماتي پرزنټېشن وړاندې شو.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي په خپلو خبرو کې وویل؛ افغانستان د چاپېریال ساتنې له اړخه ډیر ځپل شوی خصوصاً په تېره نیمه پېړۍ کې د شوروي اتحاد، امریکا او ناټو لخوا د جګړو په لړ کې د ډول ډول ممنوعه کیمیاوي بمونو، اسلحو کارول او حتی د بمونو مور کارولو په پایله کې د ډیرو بشري ناخوالو سربېره د دې هېواد ۸۰ سلنه ځنګلونه له منځه لاړل.

نوموړي پر نړیوالو غږ وکړ، چې د چاپېریالي ساتنې او اقلیمي بدلون په برخه کې د افغانستان لاسنیوی وکړي.

ښاغلي ستانکزي ټینګار وکړ، چې چاپېریالي موضوعات باید سیاسي نه شي، دا بشري ناورین دی او دنیاوال باید خپل مسولیت درک کړي او د چاپېریال ساتنې په برخه کې کوټلي اقدامات ترسره کړي.

شیرمحمد عباس ستانکزي زیاته کړه؛ د اوبو کمښت په افغانستان کې یوه لویه ننګونه ده، نوموړي له امارتي ادارو وغوښتل چې د اوبو په مهارولو کې کوټلي ګامونه واخلي نوموړي همداراز له هېوادوالو وغوښتل چې د اوبو په مصرف کې له اسراف ډډه وکړي او بې ځایه یې مصرف نه کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مېرمن رزا اوتونبایوا هم د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو په هکله خبرې وکړې او ويي ویل، موږ په ټولو نړیوالو غونډو کې د افغانستان ستونزې تر نړیوالو رسولي او رسوو یې او دا زموږ مسولیت دی.

اغلې اوتونبایو زیاته کړه؛ موږ به د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړو او دا زموږ ټولو ګډ مسولیت دی، چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې او سازښت په برخه کې ګډې هڅې وکړو.

د UNDP مرستیالي اغلي دوویل مکروجي هم په خپلو خبرو کې وویل چې اقلیمي بدلون یوه نړیواله مسله ده او ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.

نوموړې زیاته کړه، اقلیمي بدلون زموږ د اجنډا د سر موضوع ده او له خپل اړخه یې د همکارۍ ټټر وواهه.

د غونډې په لړ کې د کرنې، اوبو لګولو مالدارۍ او اقتصاد وزارتونو مرستیالانو د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو په تړاو هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل چې د کرنې، مالداري او نورو سکتورونو سربېره د افغانستان د اوبو سکتور هم د اقلیمي بدلون له امله ډیر زیات اغېزمن شوی چې باید ورته جدي پاملرنه وشي.

د کنفرانس په لړ کې ګډونوالو خپل وړاندیزونه او نظرونه وړاندې کړل او غوښتنه یې وکړه چې چاپېریالي مسایل په ملي پالیسو کې شامل شي.

د کنفرانس په پای کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال ملا سعدالدین سعید لخوا ګډونوالو ته د یاد کنفرانس پرېکړه لیک واورول شو چې مهم ټکې په لاندې ډول دي:

لومړی د نړیوالو مسولیتونه:

۱. نړیوال کنوانسینونه دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

۲. موږ له نړیوالو تمویلوونکو او پرمختللو هېوادونو غوښتنه کوو چې د اقلیمي بدلون د اغېزو پر وړاندې د مبارزې لپاره له افغانستان سره مالي او تخنیکي ملاتړ وکړي.

۳. نړیوال باید د شنو او بدیل انرژیو لکه لمر، باد، او اوبو انرژۍ پراختیا کې د افغانستان سره هر اړخیزه مرسته او همکاري وکړي.

۴. پرمختللي هېوادونه، چې د اقلیمي بدلون د اصلي لاملونو څخه دي، باید خپل مسؤلیتونه ومني او د اقلیمي بدلون له امله زیانمن شوو هیوادونو ته جبران خساره ورکړي.

۵. هېوادونه او بین المللي سازمانونه باید د اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره افغانان له نړیوالو مالي فرصتونو څخه محروم نه کړي.

۶. افغانستان باید د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د کنوانسیون غړي په توګه په مذاکراتو او د پریکړو په پروسه کې فعاله ونډه ولري.

۷.  نړیوال دې د اقلیمي بدلون اړوند مسایل نه سیاسي کوي او ورته دې د بشري موضوعاتو په سترګه وګوري.

۸. د افغانستان د اقلیمي بدلون ملي بحث پلاتفورم دې جوړ او تطبیق کړل شي او پرخپلو تعهداتو دې عمل وکړي.

۹.  د افغانستان د ملي مشارکت (NDC) سند دې رسماً د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنوانسیون سکرتریت ته ولېږل شي او په دې برخه کې دې اړونده نړیوالې ادارې زمینه برابره کړي.

د افغان حکومت مسولیتونه:

افغان حکومت ژمن دی چې د اقلیمي بدلون موضوعات په ملي اجنډا کې شامل کړي، د اقلیمي بدلون پروړاندې موثر قوانین تصویب کړي او د عملي کولو لپاره لازم قوانین رامنځته کړي چې په دې برخه کې اغیزمن ګامونه اخیستل شوي، له فتحي نه وروسته د چاپېریال ساتني قوانین او پالیسۍ بیا کتني ته وړاندي شوي چي ځیني یې نهایې او بعضي یې تر طی مراحل وروسته د مشرتابه عالي مقام ته د منظورۍ لپاره استول شوي دي.

د طبیعي زیرمو موثره مدیریت، لکه اوبه، ځنګلونه او معادن، ترڅو چاپیریال ته زیان ونه رسیږي په دې برخه کي حکومت عملا لاس په کار شوی چي د سلګونو لویو او وړو بندونو او کانالونو جوړول یې ښه بیلګي دي.

د اقلیمي بدلون او چاپېریال ساتني په اړه د خلکو دپوهاوي کچي لوړول او د تعلیمي پروګرامونو تطبیق کول ترڅو عامه پوهاوی زیات سي، د چاپېریال ساتني ملي ادارې د نورو اړونده ارګانونو او نهادونو په مرسته زرګونه د عامه پوهاوي برنامې عملي کړي او لاهم په دې برخه کي د کار کولو بشپړه هوډ لري.

د نوي او پرمختللې تکنالوژۍ معرفي کول چې د انرژي اغیزمنتیا او د ضایعاتو کمولو کې مرسته وکړي، حکومت تعهد لري چي له اړونده نهادونو سره په همږغۍ د نوي او پرمختللي تکنالوژۍ د معرفي کولو په برخه کي کار وکړي او موثره اقدمات ترسره کړي.

د بین المللي ادارو سره همکاري او د اقلیمي بدلون په اړه د معلوماتو او تجربو شریکول، افغان حکومت د نړیوالو شریکانو سره پر دې کار کوي چې د اقلیمي بدلون سره د سازګارۍ او مبارزې په برخه کي د نورو هېوادونو له تجربو ګټه واخلي ترڅو په دې سره وکولای شو خپل ظرفیت لوړ کړو.

د اقلیمي بدلون پروړاندې د پروګرامونو لپاره بودیجه او مالي مرسته برابرول ترڅو دغه پروګرامونه موثر او دوامداره وي، افغان حکومت ژمن دی چي د نړیوالو مرستو ترڅنګ د اقلیمي بدلون د منفي تاثیرانو د کابو کولو په موخه بودیجه ځانګړې کړي چي عملا هم پر ډیرو لویو پروژو کار روان دی.

د چاپیریال معیارونو او د اقلیمي بدلون شاخصونو ته په انکشافي پروژو کې پاملرنه کول، حکومت په ټولو انکشافي او زیربنایې پروژو کې د اقلیمي بدلون او چاپېریالي اصولو عملي کولو ته پوره ژمنتیا لري او په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.

د وزارتونو/امارتي ادارو، اکادمیک نهادونو، خصوصي سکتور، ملي او بین المللي موسسو او د ملګرو ملتونو اړونده ادارو څخه د یوه مشترک کاري ګروپ جوړول ، ترڅو د اقلیمي بدلون نړیوال راتلونکي کنفرانس   COP30 لپاره چمتووالی ونیسي.

د خصوصي سکتور مسولیتونه:

خصوصي سکتور باید د اقلیمي بدلون پر وړاندې په مبارزه کې فعاله برخه ولري او حکومت مسولیت لري چې په دې برخه کې زمینې برابرې کړي.

خصوصي سکتور کولی شي د پاکو انرژیو، ټکنالوژۍ انتقال، د کثافاتو مدیریت، صنعت او ټرانسپورټ برخو کې د پانګونې له لارې د اقلیمي بدلون په کمولو کې فعاله برخه واخلي.

د خلکو مسوولیتونه:

چاپیریال ساتنه د ټولو ګډ مسولیت دی، د خلکو څخه مو غوښتنه ده چي د چاپیریال ساتلو په برخه کي خپل مسولیت ادا کړي.

د انرژي اغیزمنتیا: د بریښنا او انرژي د مصرف کمول، د انرژی مؤثرو وسایلو استعمال او د نوي او پاک انرژی د سرچینو په کارولو سره دي د انرژۍ څخه موثره ګټه واخیستل شي.

پوهاوی: د اقلیمي بدلون او چاپېریال ساتني په برخه کي دي علمای کرام، رسنۍ، متنفذین، قومي مشران او ځوانان پوره ونډه واخلي ترڅو په ټولنه کي د چاپېریال ساتني کلتور وده وکړي.

مشارکت: د چاپېریال ساتني او اقلیمي بدلون په محلي او ملي پروګرامونو کې د خلکو برخه اخیستل او د اقلیمي بدلون پروړاندې مبارزه کي ګډون کول.

د حکومتي ادارو سره همکاري:  خلک دي د حکومتي ادارو او غیر دولتي سازمانونو سره لازمه همکاري وکړي ترڅو وکولی شو ټاکل شوو اهدافو ته ورسیږو او راتلونکو نسلونو ته یو سالم چاپېریال په میراث پریږدو.