ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

میدان وردګو ولایت کې د ۳.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو شبکه جوړېږي

د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د ۳.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۳۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي.

د میدان وردګو ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په غوښتنه او تخنیکي همکاري د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ د نرخ ولسوالۍ په سرکي بادام سیمه کې د څښاک پاکو اوبو رسولو شبکه جوړېږي.

دغه شبکه د لمريزې بریښنا سیسټم په لرلو سره د څلورو میاشتو په موده کې رغول کیږي، چې د سیمې ډېری خلکو ته به کاري زمینه برابره کړي.

د مسولینو په وینا؛ د یادې شبکې په بشپړېدو سره به ۱۳۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شي.