ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزني کې دوه رغنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د غزني ښاروالۍ ریاست وایي؛ د دې ریاست له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوې خدمتونو په مالي ملاتړ دې ښار کې د شامیر کانال او د قلعه جوز په سیمه کې استنادي دیوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د یادو پروژو د ګټې اخیستنې پرمهال د سکتوري او مسلکي امر فضل احمد مدني، مالي او اداري امر مولوي سحر، د دویمې ناحیې مدیر مولوي شجاخان احمد او یو شمیر د رسنیو همکارانو ګډون درلود.

فضل احمد مدني ویلي؛ د ښار په هغو سیمو کې چې هېوادوال د سېلابونو د راوتولو د خطر سره مخ وو او یا هم د اوبو د ډندیدو سره لاس او ګریوان وو د دې ریاست په هڅو د قلعه جوز استنادي دیوال او د شامیر کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

نوموړي زیاته کړې؛ د قلعه جوز استنادي دیوال ۶۷۱ متره اوږدوالي څلور متره لوړوالي او د شامیرکانال چې د ملکي روغتون اوبه د بازار عمومي کانال ته وصلوي ۲۷۱ متره اوږدوالي ۵/۲ متره لوړوالي او دوه متره سور لري، چې دواړو پروژي د ۱۸ میلیونه افغانۍ په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د غزني ښاروالۍ په وینا؛ یادې دوه پروژې چې چارې یې درې میاشتې مخکي د ښاروالۍ ریاست او ملګروملتونو د پروژوې خدمتونو د دفتر په مالي ملاتړ پیل شوې وې رسما ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

دغه‌راز غزني ښاروالۍ له دې وړاندې هم ګڼې پراختیایې او رغنیزې پروژې پلې کړي دي، چې سلګونو کسانو ته د کار کولو زمینه هم پکي برابره شوې ده.