ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پکتیکا کې د خصوصي سکټور له لوري نهه مارکېټونو جوړیږي

د ښرنې ښاروالۍ ریاست وایي، چې د دې ریاست په همکارۍ ښار کې د خصوصي سکتور له لوري د شاوخوا یو نیم میلیون ډالرو په ارزښت د ۹ پینځه پوړیزه مارکېټونه جوړیږي.

د پرانیستې په مراسمو کې د پکتیکا والي ملا عبدالخالق عابد، مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت، ښرنې ښاروال، د یو شمېر ادارو مسولینو او ښاریانو ګډون کړی و.

ښرنې ښاروال مولوي سردار ولي ثابت ویلي، د ښرنې په ښار کې د یونیم میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه د یاد ښار د پراختیا او ابادۍ لپاره یوه ځانګړې لاسته راوړنه ده.

نوموړي زیاته کړې؛ د ښرنې ښاروالۍ د خصوصي سکتور لپاره د اصولو او مقرراتو په رڼا کې د هر ډول اسانتیاو برابرولو ته ژمنه ده، چې د همدې نهو مارکېټونو پیل یې ښه مثال دی او ښاروالۍ ریاست یې په خپله برخه کې د ټولو قانوني مراحلو طی کول یې بې  له کوم ځنډه سرته رسولي دي.

همدرانګه د دغو مارکېټونو مالک ویلي، هېواد کې د بشپړ امنیت ټینګښت، د حکومت او ولس ترمنځ د ښو اړیکو شتون، خصوصي سکتور ته د ښاروالۍ ریاست له لوري د اړینو اسانتیاو برابرول او د خپل ولایت ځانګړي ترانزیټي موقعیت په دې باوري کړی، څو خپل ښار ښرنه کې پانګونه وکړي.

همدارنګه د ښرنې ښاریانو او پانګوالو ویلي، د دغو مارکېټونو په پیل سره به نور پانګوال هم ډاډمن شي، څو په یاد ښار کې خپلې پانګونې وکاروي، چې دا کار د یاد ښار هر اړخیزې پراختیا ته لار هواروي.

د یادونې وړ ده، چې یاد مارکېټونه د ښرنې ښار غزني مسیر د ښاروالۍ ریاست له لوري د نوي جوړېدونکې سړک په اوږدو جوړېږي، چې ساختماني چارې به یې د هوا له تودېدو سره پیل شي.