د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ترکيې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د سوداګرۍ له وزیر ښاغلي عمر بولات سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سوداګرۍ، پانګونې، سیمهییز اتصال او دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال په خپلو خبرو کې ویلي؛ چې افغانستان او ترکیه د تاريخ په اوږدو کې دوه وروڼه هېوادونه پاتې شوي او اوسمهال د دغو اړيکو پراختيا ته زمينه برابره شوې او اړتیا ده، چې دواړه لوري ترې ښه استفاده وکړي.
ملا عبدالغني برادر اخوند په دې لیدنه کې له ترکیې سره د سوداګریزو اړیکو پر پراخوالي، په صنعتي پارکونو کې پر پانګونې، د متوسطو او کوچنیو کاروبارونو پر پراختیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوایي دهلېز پر پرانیستلو، د نندارتونونو پر جوړېدو، د سوداګریزو خونو پر ګډې همکارۍ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې سوداګریزې خونې پر جوړولو او د ترکي پانګوالو له لوري په افغانستان کې د پانګونې پر زیاتوالي هر اړخیزې خبرې او ټينګار کړی.
د ترکیې سوداګرۍ وزیر د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او په افغانستان کې د ترکي پانګوالو له لوري د پانګونې د هڅونې ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې په اړه به یې اړوندې ادارې په ګډه کار وکړي.