بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامې په خپرولو سره د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) او اسرائيلي اشغالګر رژیم ترمنځ د اوربند د هوکړې د هر کلي تر څنګ د منځګړو هېوادونو، په ځانګړي ډول د قطر او مصر دولتونو له هڅو مننه کړې.
په اعلامیه کې ویل شوي، د اوربند دغه هوکړه د فلسطیني ولس د افسانوي زغم او د غزې په تړانګه کې د زړور مقاومت د څه د پاسه ۱۵ میاشتو تاریخي مبارزې او قربانیو پایله ده.
د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي مقاومت مشرتابه او د فلسطین صابر ولس ته د دې لویې لاستهراوړنې مبارکي وايي.
په یاده اعلامیه کې زیاته شوې، اوس اړینه ده چې د هوکړې ټول پړاوونه په داسې بڼه بشپړ عملي شي چې اوربند دوامداره او بشري مرستې په بېړنۍ توګه د غزې ولس ته ورسېږي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د پخوانیو هوکړو پايلو ته په پام، ښکېل لوري او نړیواله ټولنه باید ډاډ تر لاسه کړي، چې اسرائيلي رژیم د خپلې برخې ژمنې په مسولانه توګه ترسره کړي.
په منځني ختيځ کې تلپاتې سوله او ارامتیا یوازې د فلسطین د قضیې د مشروع حل او د فلسطیني ولس د خپلواکۍ له لارې ترلاسه کېدلی شي.
د افغانستان اسلامي امارت به د تېر په څېر د افغان ملت په استازولۍ د یو خپلواک فلسطیني دولت او فلسطیني ولس ملاتړ ته دوام ورکوي.