د افغانستان اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ادارو ترمنځ د همغږۍ د لوړې کچې څلورمه ناسته د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مقيم استازي او د يوناما مرستيال اندريکا رتواتي تر ګډ رياست لاندې د بهرنيو چارو وزارت په تشريفاتو تالار کې تر سره شوه.
په ناستې کې د افغانستان اسلامي امارت د ۲۳ وزارتونو او ادارو مسولينو او استازو ترڅنګ د ملګرو ملتونو د ۱۸ ادارو او ۱۹ کورنيو او بهرنيو لويو غيردولتي موسسو مسولينو او لسګونو استازو ګډون کړی وو.
د بهرنيو چارو وزير په خپلې پرانستونکې وينا کې د عامه خدماتو او اقتصادي پرمختيا په برخو کې د اسلامي امارت لاس ته راوړنو او تر لاس لاندې پروژو ته په اشارې سره وويل، حکومت په خپل ټول توان هڅه کوي چې هېواد بېرته په خپلو پښو ودريږي او په بشري او پرمختيايي ډګرونو کې ځان بساينې ته ورسيږي.
د نړيوالو مرستو په اړه نوموړي ټينګار وکړ، چې د مرستو وېش دې د افغانستان د خلکو له اړتياوو او لومړيتوبونو سره عيار شي، د مرستو ډول دې له بشري څخه پرمختيايي ته تغير وکړي، او هڅه دې وشي چې مرستې د کار په بدل کې او په اوږدمهالو زيربنايي سيستمونو ولګول شي.
د ملګرو ملتونو مقيم استازي او د يوناما مرستیال اندريکا رتواتي، په خپلو خبرو کې وويل؛ سره له دې چې د بشري مرستو اړتيا بيخي له مينځه تلی نه شي، مګر له بشري څخه پرمختيايي ته د مرستو د نوعيت د انتقال کار چټک روان دی او له ۲۰۲۱م راهيسې لومړی وار دی چې د پرمختيايي مرستو اندازه له بشري مرستو څخه زياته شوه.
د ناستې په ترڅ کې د امارتي ادارو د مسولینو او ملګرو ملتو د اړونده ادارو د استازو له خوا په پرمختيايي برخه کې د اقتصادي ثبات، روغتيا او تغذيې، تعليم، معيشت، غذايي امنيت او زراعت، له مخدره موادو سره مبارزې، اقليمي بدلون او اوبو، راستنېدونکو او داخلي بې ځايه شويو د مېشتونې، او د تصميم نيونې له پاره د اړينو احصايو په نهو ساحو کې د تېر کال پر لاس ته راوړنو او نوي کال پر پلانونو او همداراز د نوي کال له پاره د بشري مرستو د پلان پر بېلابېلو اړخونو هر اړخيز بحث وشو او له ملګرو ملتونو سره د اسلامي امارت لومړيتوبونه شريک شول.
په پای کې د دواړو لورو تر مينځ د همغږۍ پر پياوړتيا او د خصوصي سکتور د ودې، له مخدره موادو سره مبارزې، اقليمي بدلون او نورو کاري ساحو ته پر ځانګړې پاملرنې هوکړه وشوه.