د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د ایران هېواد له نوي سفیر علي رضا بیکدلي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې چې د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد هم شتون درلود، د ایران له لوري په کابل او بامیان ولایت کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل، د درملو د کیفیت، تولید او اړونده برخو کې د هوکړه لیک پلي کېدو ترڅنګ د روغتیا په برخه کې دوه اړخیزو همکاریو اړوند خبرې شوي.
د عامې روغتیا وزیر، ایران هېواد سره د روغتیا برخه کې دوه اړخیزې اړیکې مهمې وبللې او ویې وویل:« مونږ د هېواد روغتیايي سیستم د پیاوړتیا په موخه کیفیت لرونکو درملو او عصري طبي تجهیزاتو ته اړتیا لرو، چې د دوه اړخیزو ښو اړیکو او همکاریو پر بنسټ کولی شو دې برخې کې د پرمختګ ترڅنګ هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړو.»
له بل لوري، د ایران سفیر د روغتیا په برخه کې خپلو دوامدارو همکاریو ته په اشارې په دې برخه کې د لا زیاتې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.