مالیزیا کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت سفیر نقیبالله احمدي د یاد هېواد د فدرالي ایالتونو (کوالالمپور، پوتراجایا او لبوان) له مفتي، دوکتور لقمان عبدالله سره لیدنه کړې ده.
مالیزیا کې د افغانستان سفارت وايي، چې په دې لیدنه کې نقیبالله احمدي د افغانستان د اوسنۍ نظام په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د اشغال د پای ته رسېدو ستر لامل یې د افغانانو مبارزه او د دیني قشر فعاله ونډه وبلله.
د یاد سفارت په وینا، ښاغلي احمدي همدارنګه د مالیزیا سره د افغانستان په اړیکو مفصلې خبرې وکړې او د دغو اړیکو په نوو پرمختګونو په اشاره کې وویل چې له یادې ادارې سره به په راتلونکي کې دوه اړخیزه همکاري دوام ولري.
د فدرالي ایالتونو مفتي، د مالیزیا او افغانستان ترمنځ د نږدې اړیکو خوښي څرګنده کړه او له اسلامي نړۍ سره د مالیزیا په اړیکو خبرې وکړې، هغه زیاته کړه چې اداره یې له افغانستان سره په خپله برخه کې همکارۍ ته چمتو ده.
په دې لیدنه کې، پر دې سربېره، د دواړو هېوادونو په سیاسي لیدلوري، محاکمو اړوند موضوعاتو او ګڼو نورو مسایلو باندې هم هر اړخیزې خبرې وشوې.