ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

روزګان کې د ۲۹ ميليونه افغانيو په ارزښت یو پل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

ټولګټو چاور وزارت وایي، د روزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پله د بیارغونې چارې د روزګان ولایت والي عنایت الله شجاع د ياد ولايت د ټولګټو رییس مولوي ادم جان نعماني او قومي مخورو په شتون کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

نوموړي زیاته کړې؛ دغه پل چې ۱۱۰.۹ متره اوږدوالی او ۹.۴ متره سور لري، د اساسي بیارغونې چارې يې د ټولګټو وزارت او د یو خصوصي شرکت ترمنځ د ۲۹ میلیونه افغانيو په ارزښت قرارداد شوې وو، چې نږدې د اته میاشتو په موده کې يې کار بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

دغه پل نه يوازې دا چې ګيزاب ولسوالۍ د ارزګان ولایت له مرکز سره نښلوي بلکې د دایکندي – د ارزګان – کندهار پر لویه لار موقعيت لري، چې د ويجاړیدو له امله يې په دغه لاره تلونکي مسافر د ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو.

همدارنګه دغه پل د چارو په بشپړيدو سره د سیمې د خلکو ترڅنګ په ياد مسير د تلونکو هېوادوالو ستونزې د پخوا په پرتله کمې شوې دي.

 ټولګټو وزارت تل هڅه کوي، چې دلويو لارو سړکونو پلونو پلګوټو او اوسپنيزې کرښې په رغونې ترمیم او بیارغونې سره هېوادوالو ته بشپړې ټرانسپورټي اسانتیاوې رامنځ ته کړي.