د سترې محکمې د اداري مرستیال شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ لوړپوړي قضايي پلاوي ایران ته سفر وکړ.
سترې محکمې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د اداري مرستیال شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ لوړ رتبه قضايي پلاوی تېره ورځ (جمعه، ۱۶/۷/۱۴۴۶ه.ق) له اړوند لوړ رتبه ایراني مسولینو سره د لیدنې په موخه تهران ته روان شو.
ایران هېواد ته د اسلامي امارت د سترې محکمې د یاد پلاوي د سفر عمده موخې د دواړو هېوادونو ترمنځ په قضايي برخه کې د همکاریو ټینګښت، ایران کې د افغان زندانیانو د حقونو تامین، د دواړو هېوادونو ترمنځ حسن تعامل، په ایران کې پر اعدام د محکومو افغانانو لپاره د اعدام بدیلې لارې لټول او د زندانیانو بیرته راګرځول دي.
اعلامیې زیاته کړې؛ د سترې محکمې دغه قضايي پلاوی به د خپل دوه ورځني سفر په جریان کې د ایران د عدلیې له وزیر، د محکومینو د راګرځیدنې کمېټې له رییس او نورو لوړ رتبه مسولینو سره د یادو موضوعاتو اړوند هر اړخیزې خبرې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د سترې محکمې د اداري مرستیال شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ د قضايي پلاوي په تشکیل کې د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي رییس شیخ محمد شریف حقاني، د دې محکمې د جزا دېوان عمومي رییس مفتي عتیق الله دروېش، د د مرکزي قضايي تفتیش عمومي رییس شیخ عبدالرحمن فراهي، د د حقوقو عمومي رییس مفتي محمد ابراهیم جان، د د بهرنیو عامه اړیکو او مطبوعاتو رییس محترم مولوي عبدالرحیم راشد او د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو عمومي ریاست مرستیال مولوي یارمحمد حقمل ګډون لري.