د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خُبیب غفران وایي، په ټول هېواد کې بشپړ امنیت د نورو برخو ترڅنګ د ګرځندوی صنعت په برخه کې هم د پام وړ اغیزه کړې او هرکال ګڼ شمیر بهرني ګرځندویان د هېواد له بیلابیلو سیمو څخه لیدنه کوي.
خُبیب غفران همدارنګه زیاتوي؛ چې یاد وزارت د کورنیو او بهرنېو ګرځندویانو لپاره د زیاتو اسانتیاو د رامنځته کولو په موخه او همدارنګه د منل شویو معیاري خدمتونو په وړاندې کولو سره په پام کې لري، څو له ورځنۍ ټکېنالوژۍ څخه په ګټې اخیستنې د ګرځندوی صنعت الکترونیکي کړي.
د دې وزارت د ګرځندوی معینیت د څیړنې او پراختیا رییس مولوي محمد صادق صداقت وایي، چې د دوی د سروې یوه ډله بیلابیلو ولایتونو ته د سیاحتي او سیلاني سیمو د تثبیت په موخه سفر کړی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسولین وایي، چې اسلامي امارت په هېواد کې د ګرځندوی صنعت ودې ته ژمن دی او د هېواد په اقتصادي وده کې یې اغیز لرونکې بولي.
په پکتیا، کاپیسا، غور او نورستان ولایتونو کې د ۴۰ عصري هوټلونو جوړول او د هوټل لرلو برخه کې مسلکي او تخصصي زده کړې، د مواصلاتي لارو رغاونه او بیارغاونه د دغه صنعت د لاښې ودې لپاره د اسلامي ا مارت له پروګرامونو څخه یادیږي.