ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرنې وزارت: هېواد کې د کبانو فارمونه د څه باندې ۱۳ زره مټریک ټنه کب غوښې د تولید ظرفیت لري

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي مصباح الدین مستعین وايي، په هېواد کې دوه زره او ۸۷۰ واړه، متوسط ​​او لوی د ګرمو او سړو اوبو د ماهیانو فارمونه د خصوصي سکتور له خوا جوړ شوي، چې په کال کې د څه باندې ۱۳ زره مټریک ټنو د کب غوښو د تولید ظرفیت لري.

ښاغلی مسعین زیاتوي، چې دغه فارمونه په کاپیسا، لوګر، خوست، لغمان او نورو ولایتونو کې شتون لري.

مولوي مصباح الدین مستعین همداراز وايي؛ چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې د خصوصي سکټور په همکارۍ په هېواد کې درې زره نوي تولیدي فارمونه او ۲۰ د ګرمو او سړو اوبو د نسل پالنې مرکزونه جوړ کړي.

ورته مهال د کبانو فارم لرونکي له هېوادوالو غواړي چې له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په داسې حال کې په هېواد کې د کبانو د فارمونو د زیاتوالي خبره کوي، چې تر دې وړاندې افغانستان د چرګانو د غوښې په تولید کې پر ځان بسیا شوی دی.