د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د اسلامي امارت مشرتابه له لوري د بېرته راستنېدو پانګوالو، صنعتکارانو او سوداګرو لپاره د امتیازونو او اسانتیاوو د تنظیم طرزالعمل توشیح شو.
دغه طرزالعمل په یوه مقدمه، درېیو بابونو، څلورو فصلونو او ۲۰ مادو کې مظور شوی دی.
د دغه طرزالعمل موخه د راستنېدونکو پانګوالو، سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د لازمو اسانتیاوو او امتیازونو برابرول او د افغانستان صنعتي کېدو په موخه له راستنېدونکو افغان صنعتکارانو، سوداګرو او پانګوالو سره همکاري ښودل شوې ده.
دغه ریاست زیاته کړې؛ د یاد طرزالعمل لمړی باب په دوو فصلونو مشتمل دی، چې لمړی فصل یې د هیئت له ترکیب، د ندو او صلاحیتونو څخه بحث کوي.
دغهراز د هیئت په ترکیب کې، چې مشري یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له وزیر سره ده، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د مالیې وزارت، کورنیو چارو وزارت، د افغانستان بانک او د استخباراتو لوی ریاست استازي یې غړي دي.
همدارنګه دویم فصل یې د هیئت اړوندو نورو موضوعاتو لکه؛ د هیت د غونډو دایرېدلو، د هیئت د دارلانشا لمړني معلوماتو، د صنعتکارانو او سوداګرو د طبقه بندۍ او د اسنادو له خوندیتوب څخه بحث کوي.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي؛ د لمړني معلوماتو ترلاسه کولو لپاره هیئت مکلف ده، چې د صنعتکارانو او سوداګرو د پېژندې لپاره د هغوی بشپړه پېژنده، د پانګونې کچه، فعالیت څرنګوالی او راتلوونکی طرحه، د فعالیت برخه، د فعالیت جواز، په نورو هېوادنو کې د کار او فعالیت څرنګوالی، د اړینو اسنادو نقل او راستنېدو لپاره د ځانګرې پاڼې په اړه معلومات راغوڼد کړي.
همدارنګه د صنعتکارانو او سوداګرو د طبقه بندۍ په برخه کې صنعتکاران او سوداګر په درېیو برخو وېشل شوي دي، چې د لوړې، منځنې او ټیټې کچې سوداګر پکې پېژندل کیږي.
د یاد طرزالعمل دویم باب دوه فصلونه لري، چې د دې باب لمړي فصل د صنعتکارانو او سوداګرو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په اړه د اجرااتو څخه بحث کوي.
په دې اړه هیئت مکلف ده، چې د تایید او تثبیت وروسته صنعتکاران او سوداګر د دغه طرزالعمل د مندرېجو اسانتیاوو او امتیازونو څخه د ګټې اخیستنې په موخه د عالی کمېسسون د تایید وروسته اړوندو ادارو ته معرفي کړي.
دغهراز اړونده ادارې مکلفې دي، چې د لسو کاري ورځو په موده کې صنعتکارانو او سوداګرو ته د امتیازونو او اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي.
د همدې فصل دویم باب بیا اسانتیاوې، امتیازات او د ځمکې ازادول تر بحث لاندې نیسي.
د دغه طرزالعمل له لوري د هیئت د تثبیت شوي صنعت کارونو او سوداګرو ته د لاندې امتیازونو او اسانتیاوو مستحق پېژندل کیږي.
د لوړې او منځنې کچې سوداګرانو ته چې په نوې صنعتي برخه کې پانګونه کوي پر نور امتیازاتو سربېره، د کارکوونکو له مالیي پرته له نور مالیاتو څخه هم د پينځو کالونو لپاره معاف کيږي.
دغهراز د لوړې، منځنې او ټیټې کچې صنعتکاران او سوداګرو ته وارداتي ماشین الات او وسایل له ګمرکي محصول څخه هم معاف کیږي.
په همدې ډول صنعتکارانو او سوداګرو ته د غوښتنې له مخې د هیئت له تایید وروسته، د هغوی د ځاګرو فني کارکوونکو او انجینرانو ته دوه کلنې ویزې هم ورکول کیږي.
د همدې طرزالعمل له مخې صنعتکاران او سوداګر مکلف دي، چې د دوو میاشتو په موده کې وېشل شوې ځمکې د رغونې چارې پيل او د لسو میاشتو په موده کې بشپړې کړي.
همدارنګه د یاد طرزالعمل درېیم باب له متقرقه حکمونو څخه بحث کوي، چې په متفرقه حکمونو کې سهامي شرکت، بندرنو یا فرضي کرښې ته نږدې د صنعتي ساحې جوړول، سوداګریزو ځایویو تعدیل او انفاذ راغلي دي.
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري د بېرته راستنېدونکو پانګوالو، سوداګرو او صنعتکارانو لپاره دغه طرزالعمل وروسته له هغې توشیح کېږي، چې تر دې وړاندې یې صنعتي پارکونو کې د صنعتکارانو لپاره ۱۶۰ زره ځمکه ځانګړې کړې او دا مهال یې د وېش چارې دوام لري.