د بلخ والي حاجي محمدیوسف وفا په مشري د ولایتي چارواکو یو لوړ پوړي پلاوي ازبکستان هېواد کې د سمرقند مرستیال والي، مخورو، علماو او شیخانو سره لیدنه کړې.
پلاوې کې د بلخ د علماوو شورا ريیس، امنیه قومندان، د ۲۰۹ الفتح قل اردو اړوند د سرحدي لیوا مسول، د بلخ د بهرنیو چارو رییس، د صنعت او تجارت رییس، د ګمرک رییس، ریل پټلۍ رییس، عامي روغتیا رییس او د بلخ ولایت مقام د دفتر رییس ترڅنګ د ازبکستان هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرگشوف مله وو، چې پر یو شمېر مهمو موضوعات یې بحث کړی.
د بلخ والي د سمرقند او بلخ له علماوو څخه غوښتنه کړې، چي اسلام ته د خپلو دیني زده کړو په وسیله همداسي پرمختګ او دوام ورکړي، په خپلو منځونو کي یوالی او اتفاق ټینګ وساتي او د علماوو په وسیله د ولس ستونزي تر مسولینو ورسوي.
همداراز دواړو لورو د بلخ او سمرقند ولایت ترمنځ د ستونزو د حل او علماوو ترمنځ د ښې همږغي په رامنځته کولو خبرې کړي.
د دې تر څنګ دواړیو لوریو ترمنځ د علم په پراخوالي، اشاعت، د هېوادونو د تاریخ، د بیارغونې او نورو علمي پرمختګونو ټینګار شوی دی.