د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د خوست له والي مولوي عبدالقیوم روحاني سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د خوست د اوبو انرژي د رییس مولوي عبدالقیوم ثابت هم شتون درلود، په یاد ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په اړه خبرې شوې دي
د خوست والي او د اوبو او انرژي رییس په خوست کې د اوبو او انرژي د لا زیاتو پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې.
په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزیر ویلي، په نږدې راتلونکې که به په خوست ولایت کې د یو لوی بند جوړولو چارې پیل شي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې په دغه ولایت کې به د اوبو او انرژي لا زیاتې پروژې د شته امکاناتو او متوازنې پراختیا په پام کې نیولو سره پلي شي.
همدارنګه ملا عبداللطیف منصور د خوست ولایت د اوبو او انرژي ریاست کړنې مثبتې ارزولي دي.