ایراني رسنۍ وايي، د ایران د سترې محکمې دوه لوړ رتبه قاضیان د یوه وسلهوال برید له امله وژل شوي او یو ساتونکی یې ټپي شوی دی.
د ایران د قضاییه قوې مطبوعاتي مرکز د یاد برید په اړه وايي، نن سهار یوه وسلهوال کس پر حجت الاسلام مقیسه او حجت الاسلام رازیني ډزې وکړې، چې له دې پېښې وروسته خپله برید کوونکي ځان وژنه کړې.
یاد مرکز زیاتوي، وژل شوي کسان د ایران د ملي امنیت، څارګرۍ او له ترهګرۍ سره د مبارزې برخې قاضیان وو، چې د ملي امنیت پر ضد د جرمونو، جاسوسۍ، او ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې فعاله ونډه لرله.
د پېښې مسولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو ځايي رسنۍ وايي چې د پولیسو پلټنې دوام لري.