ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي: د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې دې د روغتیايي خدماتو پراخېدو ته پاملرنه وشي

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون IFRC د اسیا پاسیفیک حوزې مشر الکساندر ماتیو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د بهرنیوچارو وزیر، الیکساندر ته د هرکلي ترڅنګ ویلي، اړینه ده چې د خدماتو په سلسه کي د هېواد لېرې پرتې سیمې په پام کې ونیول شي او روغتیايي خدمات پکې لا پراخ شي.

نوموړي دغه راز غوښتنه کړې، چې د سوري زړه د ناروغو ماشومانو درملنې ته دې ځانګړی پام وشي.

همدارنګه د بهرنیو چارو وزیر د IFRC له مشر څخه غوښتنه کړې، چې په ولایتونو کې خپل صحي او مرستندویه مراکز لا قوي کړي، څو د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو په وخت کې له اغېزمنو سره پر وخت او مؤثرې مرستې وشي.

الکساندر ماتیو د خپلو خبرو په لړ کې، افغانستان کې له موجوده وضعیت څخه خوښي ښودلې او مننه یې کړې، چې افغان حکومت ورسره د فعالیتونو او خدماتو په  عادلانه وړاندي کولو کي همکارۍ ترسره کړې دي.

نوموړي دغه راز ژمنه کړې، چې خپلو هلو ځلو ته به دوام ورکوي ترڅو د بې وزلو او اړمنو افغانانو لاسنیوی وکړي.

همداراز د دې ناستې په پای کې د بشري همکاریو پر زیاتوالی، په ځانګړې توګه د صحي برخې په تمویل او تجهیز هر اړخیز بحث شوی.