ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام ټینګار کړی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون د اسیا پاسیفیک حوزې له رییس الیکساندر ماتیو او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

د دې لیدنې په پیل کې الیکساندر ماتیو د یاد فدراسیون د کړنو، فعالیتونو او پروګرامونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ته معلومات ورکړي.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون د آسیا پاسیفیک حوزې رییس الیکساندر ماتیو ویلي؛ دوی تر اوسه د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د طبیعي پېښو زیانمنو، بې وزله کورنیو ته د کارموندنې او اړمنو کسانو ته د واکسین ترڅنګ د افغاني سرې میاشتې له لارې د سوري زړه لرونکو کوچنیانو د عملیاتو په برخه کې له افغانانو سره مرستې کړي دي.

نوموړي همدا راز زیاته کړې؛ دوی په پام کې لري، چې له دې وروسته هم د اسلامي امارت په مرسته او همکارۍ په ذکر شویو برخو کې خپلې مرستې دوامداره وساتي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، الیکساندر ماتیو او مل پلاوي د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانانو څخه د ملاتړ په برخو کې د دوی فعالیتونه او کړنې ستایلي دي.

مولوي عبدالسلام حنفي ويلي؛ افغانان د اقلیمي تغییراتو، طبیعي پېښو لکه زلزلې او سېلابونو له امله سخت زیانمن شوي، دغه راز زرګونه افغانان د ځینو ګاونډیو هېوادونو له لورې په اجباري توګه را ایستل شوي دي.

نوموړي د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون له مسولینو غوښتي، چې افغان ولس او اجباري راستانه شویو ګډوالو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.