ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د همغږۍ ناسته کړې

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د دغه وزارت له مرستیالانو، رییسانو او امرینو سره د همغږۍ ناسته کړې.

یاده غونډه، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په مشرۍ جوړه شوې وه، د دغه وزارت مرستیالانو، رییسانو او مستقلو امرینو په کې ګډون درلود.

په ناسته کې د کډوالو چارو وزارت د فعالیتونو، پلانونو او ستونزو په هکله خبرې شوي او اړونده مسولینو د خپلو چارو په اړه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر ته معلومات ورکړي.

مولوي عبدالکبیر د ستونزو او ننګونو د حل په اړه ډاډ څرګند کړی او ګډونوالو ته یې په کارونو کې د اخلاص، امانت او چټکتیا سپارښتنه کړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي؛ مونږ له عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله سره بیعت په کومه ځانګړې دنده نه دی کړی، بلکې په اسلام او شریعت مو ورسره کړی او د اسلامي نظام تر سیوري لاندې پر اطاعت مکلف یوو.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر څرګنده کړې، چې د کډوالو چارو وزارت ټول مسولین او کارکوونکي دې خپلو کارونو ته د تېر په څېر دوام ورکړي او د منفکي یا تبدیلۍ په اړه دې اندېښنه نه کوي.

په ناسته کې د یاد وزارت مرستیالانو او رییسانو په خپل وار سره د کډوالو چارو وزارت ته د مولوي عبدالکبیر ورتګ یو ښه زیری بللی او نوموړي ته یې د اطاعت، همکارۍ او ژمنتیا ډاډ ورکړی دی.