د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص نن یکشنبه د ۱۴۰۳کال د مرغومي په ۳۰مه نېټه په افغانستان کې د ناروې کمېټې له عمومي رییس تاریا مګنوسون واټردال په مشرۍ پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې چې د دې ادارې تخنیکي ټیم هم شتون درلود.
ناسته کې په راتلونکي کال کې د نیالګیو وېشلو او کېنولو پروسې د څرنګوالي، اقلیمي بدلون او همدا راز د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت په تړاو نېږدې راتلونکي کې د یوه کنفرانس جوړولو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس په افغانستان کې د ناروې کمېټې د کارونو ستاینه وکړه او ویې ویل؛ اوبه، هوا او خاوره د انسان په ژوند کې مهم او حیاتي رول لري او په دې برخه کې چې هر څوک کوچنی اقدام هم کوي د چاپېریال ساتنې ملي اداره ورسره همکاره ده.
مولوي مطیع الحق خالص زیاته کړه؛ موږ په دې هڅه کې یو، چې چاپېریالي مسایل له سیاست څخه لېرې کړو، زه تل له سفیرانو او نړیوالو استازو سره په خپلو لیدنو کې هڅه کوم چې په ژوند پورې تړلي موضوعات له سیاست څخه لېرې او نړیوال پر دې قانع کړو چې دا بشري مسایل دي او له سیاست سره هیڅ اړیکه نه لري.
په افغانستان کې د ناروې کمېټې رییس د همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل، موږ به هم کوښښ وکړو چې چاپېریالي موضوعات سیاسي نه شي.
د غونډې له لړ کې د دې ادارې د اقلیمي بدلون او نظارت او تفتیش رییسانو خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل او د ګډې همکارۍ غوښتنه یې وکړه.