ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

زرنج ښار کې د ساري ناروغیو ۲۰ بستریز روغتون چارې پیل شوي

د نيمروز زرنج ښار کې د ساري نارغیو۲۰ بستريز روغتون چارې د یاد ولايت د دفتر د ریيس قاري وکيل احمد حقيار سربیره د عامې روغتيا ریيس، د کتلوي معافيت آمر، د ريليف انترنشنل استازي، علماوو، د زرنج ښار اوسیدونکو او د ياد روغتون پرسونل په شتون کې پرانستل شوې.

د پرانېستې په مراسمو کې د عامې روغتيا رييس مولوي عبدالرحمن عبدالله ویلي؛ موږ د پرله پسې هڅو په پایله کې وتوانېدو چې د کووېډ ۱۹ روغتون په ۲۰ بستریز روغتون بدل کړو، چې د دې ولایت اوسېدونکو له بنسټیزو اړتیاوو څخه بلل کېږي.

د ولايت مقام د دفتر ریيس قاري وکيل احمد حقيار ویلي، چې ولايتي اداره له روغتيايي سکټور سره د ښه روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې دوامداره همکاره ده.

د ۲۰ بستریز انتاني روغتون رییس ډاکټر علي‌احمد عظیمي ویلي، چې د یاد روغتون فعالیت له شپږ میاشتني ځنډ وروسته یو ځل بیا پیل شو.

 د ښاغلي عظیمي په وینا، ياد روغتون مخکې د کرونا په برخه کې کار کاوه او له دې وروسته به د ساري ناروغۍ (انتاني) په برخه کې روغتيايي خدمات وړاندې کوي.

د ریلیف نړیوالې موسسې استازي ډاکټر رشادالدین ناصري ویلي، چې د دې روغتون سره یې د پینځو میاشتو لپاره قرارداد کړی او د مسلکي پرسونل له خوا به یې چارې پرمخ وړل کیږي.

د نيمروز اوسېدونکو ياد روغتون د پرانیستلو له امله د اسلامي امارت له مسولینو څخه مننه کړې او د یاد روغتون له مسولینو او ډاکټرانو څخه یې د صادقانه خدمت غوښتنه کړې.