ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لوړو زده کړو وزارت: د پوهنتونو لابراتوارونو لپاره د ۲۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت وسایل وپېرل شول

لوړو زده کړو وزارت د یو بې ساري ګام په ترڅ کې د ټولو اړوندو امارتي تحصیلي نهادونو د ښوونې او روزنې او ساینس پوهنځيو لپاره مجهز او په عصري وسایلو سمبال لابراتوارونو فعالولو په موخه، د لومړي ځل لپاره د ۲۷۰ میلیونو افغانیو په ارزښت لابراتواري وسایل وپېرل.

 د یاد وزارت د مسولینو په وینا؛ په دغه لابراتواري وسایلو کې لوی او کوچني ماشینونه او د تجروبو لپاره کیمیاوي مواد شامل دي، چې ډېر ژر به تحصیلي نهادونو ته د استفادې په پار ولېږل شي، چې ورسره به په هر امارتي پوهنتون کې د محصلینو د عملي زده کړو لپاره مجهز لابراتوارونه فعال شي.

 لوړو زده کړو وزارت په همدې موخه څه موده وړاندې د ټولو امارتي تحصیلي نهادونو د ښوونې او روزنې او ساینس پوهنځيو د لابراتوارونو جوړېدو او تجهیز په موخه، د وزارت په مرکز کې د اړتياوو مشخص کېدو لپاره اووه ورځنۍ ناسته کړې وه، څو د یادو پوهنځيو د اړتیا وړ لابراتواري مواد په دقیق ډول معلوم او لابراتوارونه فعال کړي، چې وروسته دا وسایل خریداري شول.

 د یادونې وړ ده، چې لوړو زده کړو وزارت د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د تحصیلي نهادونو د لابراتوارونو تجهیز ته ځانګړې پاملرنه کړې او د محصلینو عملي چارو لپاره یې د اړتیا سره سم اسانتیاوې برابرې کړي دي.