ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې اوربند پیل شو

د حماس اسلامي غورځنګ له لوري د درېیو خوشي کېدونکو اسرائیلي بندیانو د نومونو له خپرولو سره سم غزه تړانګه کې اوربند پیل شو.

یاد درې کسان به نن یکشنبه د حماس له لوري او په مقابل کې به یې ۹۵ فلسطینیان د اسرائیلو له بندخونو ازاد کړل شي.

د اوربند د شوې هوکړې پر اساس، له نن څخه تر راتلونکو ۱۵ میاشتو پورې غزه کې جګړه درول کېږي.

ټاکل شوې وه، چې نن سهار په ځايي وخت ۸:۳۰ بجې غزه تړانګه کې اوربند پلی شي؛ خو د حماس له قوله، د تخنیکي ستونزو له امله د ازادېدونکو بندیانو د نومونو اعلان وځنډول شو او اسرئیلو وویل؛ تر هغو به اوربند ونه‌شي تر څو چې حماس د ازادېدونکو بندیانو نومونه نه وي اعلان کړي.

وروسته د حماس اسلامي غورځنګ له لوري د بندیانو نومونه خپاره شول او د اسرائیلي لومړي وزیر ومنله، چې په ځایي وخت ۱۱:۱۵ به غزه کې اوربند پلی شي.

د دې اوربند پر بنسټ غزه کې څه باندې ۱۵ میاشتنۍ اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شو او دا شېبه د غزې لپاره تاریخي ګڼل کېږي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم غزه کې د اوربند پیل تایید کړی.

قطر، مصر او امریکا د حماس له اوږدې مودې راهیسې غزه کې د اوربند په موخه د حماس او اسرائیلو تر منځ د منځګړو رول درلود.

غزه کې فلسطینیان د اوربند په تړاو خوښ او په تمه دي، چې خپلو سیمو ته به ستنېږي.

د یادونې وړ ده، چې د دې هوکړې له پلي کېدو سره هم‌مهاله د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر په ګډون د صهیونیستي رژیم د کابینې دوو نورو وزیرانو استعفاوې کړې دي.

اسرائیلي یرغلګرو د اوربند له پیل سره سم هم غزه تړانګه کې بریدونو ته دوام ورکړی و.

د غزې د ملکي دفاع اداره وايي، چې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۹ فلسطینیان شهیدان او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د غزې په ۱۵ میاشتنۍ جګړه کې لږ تر لږه ۴۶ زره او ۸۹۹ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۰ زره او ۷۲۵ نور ټپیان شوي دي.