د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري په کابل کې د اسلامي امارت د وزارتونو او مستقلو ادارو ویاندویانو ته څلور ورځنی روزنيز سمينار پيل شو.
د ياد روزنيز سمينار د پيل په مراسمو کې د خپرونو چارو مرستیال مولوي مهاجر فراهي، اطلاعاتو ته د لاسرسي رییس مولوي رحمت اللّٰه نړيوال، د وزارتونو، مستقلو او مرکزي ادارو ویاندویانو برخه اخستې وه.
د سمينار د پرانستې او ښه راغلاست وينا اطلاعاتو ته د لاسرسي رییس مولوي رحمت اللّٰه نړيوال وکړه او ويې ويل؛ د رياست الوزرا له حکم سره سم په هرو درېیو مياشتو کې له ویاندویانو سره د همږغۍ غونډه جوړېږي، دا ښوونيز سمينار به څلور ورځې دوام وکړي، چې هره ورځ به د مختلفو استاذانو له لوري د وياندويۍ او رسنيزې برخې اړوند دوه درسونه او د يو لوړ پوړي مسول له لوري د پاليسۍ اړوند وينا کېږي.
همدا راز د خپرونو چارو مرستیال مولوي مهاجر فراهي د سمينار ګډونوالو ته وویل؛ مطبوعاتي برخه په نظام کې ډېره مهمه برخه ده د نظام کاري ژمنتيا، فعاليتونه او لاسته راوړنې د ویاندویانو په واسطه تر ولسونو رسېږي، اسلامي امارت د ډېرو محدوديتونو سره هم په تېرو شاوخوا درېیو کلونو کې سترې لاسته راوړنې لري، چې تر خلکو رسول يې زمونږ او ستاسې مسولیت دی.
ښاغلي مهاجر فراهي زياته کړه؛ د هرې ادارې وياند بايد د خپلې اړوندې ادارې او فعالیتونو په اړه مکمل معلومات ولري، هر وياند بايد د خپلې اړونده ادارې معلومات رسنيز کړي، دقت او سرعت بايد په نظر کې ونيسي او له رسنيو او خبريالانو سره صمیمانه اړيکې ولري.
ورپسې د کابل پوهنتون استاذ شفيق اللّٰه وردګ له لوري د سمينار ګډونوالو ته د وياندويۍ او رسنيو اړوندو موضوعاتو په اړه معلومات ورکړل شو.