د اسرائیلي رژیم له زندانونو ۹۰ فلسطینیان ازاد او د خپلو کورنیو، ملګرو او فلسطینیانو له لوري یې تود هرکلی وشو.
یاد فلسطیني بندیان د حماس اسلامي غورځنګ او اسرائیلو تر منځ د اوربند په لومړی ورځ په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې ازاد شول. حماس غورځنګ بیا درې اسرائیلي بندیانې خوشې کړې دي.
پرون یکشنبه په ځايي وخت ۱:۰۰ بجه د سره صلیب بسونه، چې ۹۰ فلسطیني بندیان یې لېږدول، د اشغال شوې لوېدیځې غاړې رامالله ته ورسېدل. که څه هم چې اسرائیلو د دوی ښه راغلاست ته د خلکو په راټولېدو او نمانځلو بندیز لګولی و، خو بیا یې هم زرګونه فلسطینیان ښه راغلاست ته راټول شوي وو.
د الجزیرې د راپور له مخې، په یادو ۹۰ فلسطیني بندیانو کې ۶۹ مېرمنې او ۲۱ ځوانان -ځینې یې ۱۲ کلونه عمر لري- شامل وو.
په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې ګڼ فلسطینیان د بندیانو په ملاتړ راټول وو، دوی یې په اوږ پورته کړل او د خوښۍ چیغې یې وهلې.
له دې څو ساعته وړاندې حماس اسلامي غورځنګ هم غزه کې درې اسرائیلې بندیانې خوشې کړې.
پرون یکشنبه د جنوري په ۱۹مه د حماس اسلامي غورځنګ له لوري د درېیو خوشي کېدونکو اسرائیلي بندیانو د نومونو له خپرولو سره سم غزه تړانګه کې اوربند پیل شو.
د دې اوربند له ټینګښت سره سم د بشري مرستو ۲۰۰ لارۍ غزې ته ورسېدې.
د خوړو نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي سازمان (اوچا) اعلان کړی، چې زیات شمېر نورې بشري مرستې هم غزې ته د رسېدو په درشل کې دي.
پر دې سربېره د اسرائیلو د ملي امنیت د وزیر ایتامار بن ګویر په شمول د صهیونیستي رژیم د کابینې دوو نورو وزیرانو غزه کې د اوربند د شوې هوکړې له امله استعفا وکړه.
د راپورونو له مخې، د حماس اسلامي غورځنګ او صهیونیستي رژیم تر منځ غزه کې د اوربند له هوکړې وروسته د اسرائیلو په کابینه کې ژور اختلافات رامنځته شوي دي.