د حماس نظامي ویاند ابو عبیده ویلي، چې د حماس او اسرائیلو ترمنځ جګړه د پوځي مهماتو لهمخې نابرابره وه او مجاهدین په دې نا مساوي جګړه کې په ډېره مېړانه تر وروستیو شېبو پورې وجنګېدل.
نوموړي زیاته کړې، چې زموږ ولس د خپلې ازادۍ او مقدساتو لپاره د جګړې په تېره موده کې بېسارې قربانۍ ورکړې دي.
دغهراز دښمن زموږ د خلکو پر وړاندې د وحشت او زور زیاتي نوې لارې خپلې کړې.
ابو عبیده د غزې د ازادۍ او مقدساتو لپاره د دوی د بې سارو قربانیو یادونه کړې او ویلي یې دي؛ دې قربانیو اشغالګر مجبور کړل، چې د ځان د ملاتړ لپاره له نړیوالو قدرتونو څخه مرسته وغواړي.
ابو عبیده اسرائیلي رژیم جنایتکار او په سیمه کې د ناورین ريښه ګڼلې او د دوی د پلانونو په مخنیوي یې ټینګار کړی دی.
د نوموړي په وینا؛ حماس د اوربند دې هوکړې ته په بشپړ ډول ژمن دی، خو دغه ژمنتیا یې د صهیونیستي رژیم پر ژمنتیا پورې تړلې ده.