ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري د مسافر وړونکو موټرو تخینکي چک لړۍ پیل شوې

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسولین وايي، چې شاوخوا دوې اونۍ وړاندې یې د پلازمېنې کابل په ترمینلونو کې د مسافر وړونکو موټر تخنیکي ارزونه پیل کړې او تر دې دمه یې څه باندې ۱۱۰۰ موټرونه چک کړي او د ۳۰ فعالیت یې ځنډولی دی.

د یاد وزارت د ویاند حکمت الله اصفي په خبره، له دې کړنې یې موخه د هېوادوالو خوندي سفر او هغوی ته د امکاناتو برابرول دي.

له بل لوري یو شمېر مسافر هم د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت دا ګام ستایي او وايي، چې د پخوا په پرتله د ترانسپورټي شرکتونو کیفیت ښه شوی، خو په وینا یې پکار ده چې د هېواد ترانسپورټي سیسټم لا معیاري او ډاډمن شي.

د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت مسولین د دې لړۍ د دوام ډاډ ورکوي او وايي؛ هڅه کوي چې د هېواد ترانسپورټي سیسټم لا معیاري شي، تر څو د هېوادوالو تګ راتګ ارام او هوسا وي.