د اوبو او انرژۍ وزارت وایي؛ د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالي د وکیل خان بڼ وړې ګلي سیمې او ګل غونډۍ سیمې کې د اوبو ذخیرو او پایپ سکیم ۱۹ پروژو رغنیزې چارې د ۴۹ میلیونه، ۲۸۸ زره او ۱۳۹ افغانیو په لګښت د لغمان د اوبو او انرژی رییس مولوي شیرجان راشدي او قومي مخورو په شتون کې پيل شوې.
د دغو پروژو په پرانیست غونډه کې د لغمان ولایت د اوبو او انرژی رییس مولوي شیرجان راشدي د پروژو د تخنیکي مشخصاتو، ټولنیز او اقتصادي ارزښت په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړي دي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې په دغو پروژو کې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او چارې به یې د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادو پروژو چارې د WFP سازمان په مالي لګښت او د لغمان د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.