ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او ایران ترمنځ ریلي انتقالات زیاتېږي

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ایران د ریل پټلۍ څخه د ګټې اخیستنې ادارې مرستیال انجنیر مرتضی جعفري په مشرۍ د یاد هېواد له پلاوي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د ریل پټلۍ له لارې د دواړو هېوادو ترمنځ د صادراتو او وارداتو په تړاو او همدارنګه اروپایي هېوادونو ته د ریل پټلۍ په واسطه د ایران او ترکیې له لارې د افغاني توکیو د لېږد په اړه خبرې وشوې.

 ایراني پلاوي پدې لیدنه کې ژمنه وکړه، چې افغانستان صادراتي، وارداتي او ترانزیتي توکي به په ټيټه بیه او د امکان په صورت کې په کمه موده کې لېږدوي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دواړو هېوادو د دولتونو له خوا سوداګرو ته د اسانتیاوو پر برابرولو او د ریل پټلۍ له لارې د لېږد رالېږد په زیاتوالي پر ټینګار سربېره یو پینځه کسیز پلاوی د همغږۍ لپاره ایراني پلاوي ته ور وپېژندو.