د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د غور ولایت له يو شمېر علمای کرامو سره لیدنه کړې.
د دې لیدنې په پیل کې یادو علماوو د غور ولایت د اقتصادي، اجتماعي او امنیتي وضعیت په اړه ویلي، د اسلامي امارت د مسولینو او مجاهدینو د هڅو او کوښښونو له امله د غور اوسېدونکي په بشپړ امنیت او ارامي کې ژوند کوي او په ډاډ سره خپلې ورځنۍ چارې پرمخ وړي.
دوی همدارنګه د مدرسو، ښوونځیو، پراختیایي پروژو او د کارموندنې چارو ته اشاره کړې او د اسلامي امارت له مسولینو یې غوښتي، ترڅو یادو برخو ته پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست پر مهال ویلي؛ خلکو ته خدمت، د امنیت ټینګښت او د ولسونو هوساینه د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه دي او د اسلامي امارت مسولین به په دې برخو کې خپلې هیڅ راز هڅې درېغ نه کړي.
د مولوي عبدالسلام حنفي د هغوی د وړاندیزونو په اړه ویلي، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام یادو برخو کې اړین اقدامات وکړي.