د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په جلاجلا ناستو کې د لوګر او ننګرهار ولایتونو له یو شمېر قومي مخورو او مشرانو سره لیدنه وکړه.
یادو قومي مخورو او مشرانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر د همکاریو په یادولو سره وویل، چې د ولسونو ستونزو حل او لیدنو ته یې د ځانګړي پام له امله د اسلامي امارت او خلکو تر منځ ښيې اړیکې رامنځته کړې دي.
د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ مخورو په خپلو سیمو کې د اسلامي امارت له لوري د روغتون، استنادي دیوال او کاریزونو د پاکولو د پروژو وړاندېزونه وکړل.
همدارنګه د لوګر له خوښۍ ولسوالۍ څخه راغلو قومي مخورو او علمای کرامو د اسلامي امارت له لوري د هغوی د یو شمېر ستونزو د حل له امله مننه وکړه او یادونه یې وکړه، چې اسلامي امارت دې د کاري فرصتونو په موخه لاډېرې پروژې پلې کړي.
مولوي عبدالکبیر راغلو قومي مشرانو او علمای کرامو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، اسلامي امارت ولس ته خدمت خپل مسولیت ګڼي او هڅې روانې دي چې په ټولو برخو کې د افغانانو ستونزو ته حل ولټوي.
نوموړي زیاته کړه، چې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ به یې وړاندیزونو ته رسیدنه وشي.