ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سترې محکمې قضايي پلاوي د ایران د عدلیې له وزیر سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې قضايي پلاوي تهران ته د سفر په دوام یکشنبه (۱۸/۷/۱۴۴۶ هـ ق) نېټه د ایران د عدلیې له وزیر امین حسین رحیمي، د عدلیې وزارت د نړیوالو چارو مرستیال عسکر جلالیان، د  بهرنیو چارو وزارت  او نړیوالو پولیسو استازو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د عدلي او قضايي همکاریو پر ټینګښت، په ایران کې پر اعدام د محکومو افغان زندانیانو پر فیصلو د بیا غور کولو، د اعدام پروسې د بدیلو چارو او د ایران په ځینو ښارونو کې د افغان کډوالو د بانکي حسابونو د بندولو په حل لارو هر اړخیزې خبرې کړي.

د سترې محکمې اداري مرستیال او ایران ته د قضایي پلاوي مشر شیخ عبدالمالک حقاني په خپلو خبرو کې افغانستان ته د عدلیې وزارت د نړیوالو چارو له مرستیال او د محکومینو د بېرته راګرځیدنې کمېټې رییس عسکر جلالیان له سفرونو مننه کړې او په دې برخه کې یې د نوموړي هڅې ستایلي دي.

دغه راز شیخ عبدالمالک حقاني ویلي؛ افغانستان او ایران دوه مسلمان او ګاونډي هېوادونه دي چې په بېلا بېلو برخو لکه دیني، کلتوري، ژبنۍ او نورو برخو کې ګډ مشترکات لري> په دې اساس دواړه هېوادونه باید په قضایي او عدلیې برخو کې له یو بل سره همکاري ولري.

شیخ حقاني افغانستان ته له ایران څخه د زندانیانو د انتقال برخې ته په اشارې زیاته کړې، موږ خپل هېواد ته د افغان زندانیانو د انتقال بهیر ته بشپړ چمتوالی لرو او غوښتنه مو دا ده، چې د زندانیانو د هویت تر تثبیت وروسته دغه بهیر ژر تر ژره پیل شي.

د سترې محکمې د قضايي پلاوي مشر له ایران څخه د مجرمینو د استرداد په اړه ویلي؛ ځینې وخت یو شمېر افغان مجرمین هېواد کې د جرم ترسره کولو وروسته ایران ته راځي، په دې اساس له ایراني اړوند مسولینو غوښتنه لرو چې د افغانستان اسلامي امارت د اړوند ادارو له طریقه د رسمي غوښتنې په صورت کې د دوی د بېرته راګرځېدنې برخه کې بشپړه همکاري وکړي.

په دې سربېره شیخ عبدالمالک حقاني په دې لیدنه کې له افغانستان سره په ایران کې پر اعدام د محکومو زندانیانو د لېست شریکولو، د افغانستان او ایران د انټرپل پولیسو ترمنځ د همکاریو پر ډېرېدو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.

دغه راز د ایران د عدلیې وزیر امین حسین رحیمي او د عدلیې وزارت د نړیوالو چارو مرستیال عسکر جلالیان افغان پلاوي ته تر هرکلي ویلو وروسته د افغانستان او ایران ترمنځ په قضایي او عدلیې برخو کې د همکارۍ د پیاوړتیا ډاډ ورکړی.