ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلامي امارت په بېلا بېلو سکټورونو کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جذب په موخه اسانتیاوې برابرې کړې

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي؛ اسلامي امارت کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې په برخه کې ګنې اسانتیاوې رامنځته کړي دي، چې د هېواد د اقتصادي ودې او ځان بساینې لپاره مهمې بلل کیږي.

یاد معاونیت زیاتوي، د دې اسانتیاوو موخه د خصوصي سکټور پیاوړتیا، د کاري زمینو زیاتوالی، د هېواد اقتصادي او زېربنایي بنسټونو پیاوړتیا او په ټوله کې د اقتصادي ودې زیاتوالی دی.

اسلامي امارت د کورنیو او بهرنیو د پانګوالو لپاره د پانګونې خوندي چاپیریال برابر او امنیت یې ټینګ کړی دی، څو پانګوال په ډاډه زړه په بېلا بېلو سکټورنو کې پانګونه وکړي.

د خصوصي سکټور او حکومت ترمنځ اړیکو ته ځانګړې پاملرنه، د پانګوالو ستونزو ته پر وخت رسېدل، د اوسپنې پټلۍ شبکو پراختیا، د لویو لارو او پلونو بیارغونه، د زېر بناوو پراختیا، معیاري ترانسپورټي شبکو او هوایي دهلیزونو رامنځته کول هغه پرمختګونه دي، چې د پانګونې د جذب په موخه ترسره شوي دي.

همدارنګه د پانګونې بین الوزارتي کمیټې، چې ۱۸ وزارتونه او امارتي ادارې یې دایمي غړیتوب لري، په هېواد کې د کورنیو او بهرنیو پانکونې او پانګوالو د جلب، جذب، چټکتیا، همغږۍ، پانګوالو ته مناسب چاپیریال او د اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو په موخه د مرکزي واحد په توګه رامنځته شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مهاله د پانګونې په برخه کې د رامنځته شویو اسانتیاوو او د بین الوزارتي کمېټې د ‎ښه مدیریت په پایله کې لسګونو کورینو او بهرنیو شرکتونو د زېربنا، برېښنا، ترانسپورټ، صنعت، کرنې او نورو بېلا بېلو سکټورونو کې پانګونه کړې ده.