ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بادغيس کې دوه قومونه له ۳۰ کلنې دښمنۍ ورسته سره پخلا شول

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ د بادغيس ولايت بالا مرغاب او غور ماچ ولسواليو کې د موسی زي او اڅکزي قومونو ترمنځ شاو خوا ۳۰ کلنه دُښمني په سوله ييز ډول حل او دواړه قومونه د ورورۍ په ټغر راټول شول.

یاد وزارت زیاتوي؛ په دغه شخړه کې چې له امله یې څو تنه ټپيان شوی وو او يو له بل سره يې د لسګونه څارويو د برمتې پر سر لا هم ژور جنجالونه موجود وو، د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسولینو، قومي مشرانو، علمای کرامو او ځايې اوسېدونکو د هڅو په پایله کې د یوې مرکې په ترڅ کې روغې جوړې ته راوبلل شول.

د دې وزارت په وینا؛ د روغې جوړې په ناسته کې لومړی له دواړو خواوو څخه اختیار خطونه واخیستل شول او وروسته یې په اړه د خېر فيصله وشوه، چې د فیصلې په اړه دواړو لوریو رضایت وښود او سره غاړه غړۍ شول.

دوی د پرېکړې له منلو وروسته د اسلامي امارت له مشرانو مننه وکړه او ویې ویل؛ موږ ژمن یو، چې تردې وروسته به يو بل ته هېڅ خنډونه نه جوړوو او یو له بل سره به د وروڼو په څېر ژوند کوو.