د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي په مشرۍ د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتې غونډه وشوه.
دې غونډه کې د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي د تېرې غونډې د لاسته راوړنو او پرېکړو په اړه هر اړخېزې خبرې وکړې.
همداراز په دغه غونډه کې د يو شمېر کتابونو په اړه چې تر اوسه چاپ شوي نه دي او یو شمېر نورو چاپ شویو کتابونو په هکله پریکړې وشوې.
همدا راز په یاده غونډه کې ساحوي کمیټې ته دنده وسپارل شوه، ترڅو خپلې چارې بیا پیل او د کابل او نورو ولایتونو په کچه له کتابتونونو لیدنه او نظارت ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې په غزني ولایت کې د کتابونو په وضعیت او یو لړ نورو مسایلو په تړاو بحث او لازمې پرېکړې وشوې.