د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې قضایي پلاوي ایران ته د سفر په ترڅ کې پرون دوشنبه (۱۹/۷/۱۴۴۶ هـ ق) نېټه تهران کې د افغانستان اسلامي امارت له سفارت څخه لیدنه وکړه.
یاد پلاوي د سفارت له مرستیال مولوي نصیراحمد حقاني، د سفارت قونسل میر انور غفاري، د تشریفاتو مسول مولوي محمد علیم نوراني او د بېلا بېلو برخو له مسولینو سره ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د سترې محکمې د قضایي پلاوي مشر شیخ عبدالمالک حقاني تهران کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت مسولینو او منسوبینو ته په خطاب کې ویلي، چې بهرنیو هېوادونو کې سفارتونه د افغانانو د ستونزو اورېدو او حل یوازینۍ مرجع ده، بناءً له تاسو مو غوښتنه داده، چې خپلې چارې په بشپړ صداقت او رښتینولۍ ترسره کړئ او په پوره اخلاص د خپلو افغانانو ستونزو ته په ټاکلي وخت رسېدنه وکړئ.
نوموړي زیاته کړې، چې تاسې دلته د افغانستان اسلامي امارت استازي یاست، نو هڅه وکړئ چې د شرعي احکامو او اسلامي امارت د اصولو مطابق دغه استازیتوب په پوره رښتینولۍ ترسره کړئ.
په دې سربېره د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست رییس او د قضایي پلاوي غړي د سفارت له مسولینو او منسوبینو څخه ایران کې د مېشت افغانانو لپاره د شرعي وثیقو اړوند خدماتو په اړه پوښتنه کړې او له دوی یې غوښتي، چې که په دې برخه کې کوم مشکلات وي راته روښانه یې کړئ، ترڅو یې موږ د اصولي حل لپاره لازم اقدامات وکړو.
تهران کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت مرستیال لومړی د سفارت د ټولو مسولینو او منسوبینو په استازیتوب د سترې محکمې قضایي پلاوي ته هرکلی ویلی او له دوی یې د سفارت د لیدو په پار مننه کړې.
نوموړي ویلي؛ الحمدلله د سفارت چارې شفافې او د اصولو له مخې ترسره کېږي او زموږ هڅه داده، چې د هېڅ مراجعه کوونکي د نن کار سبا ته پاتې نه شي.
همدارنګه د یاد سفارت قونسل غفاري یادونه کړې، چې د سفارت مسولین او منسوبین د خپلو هېوادوالو خادمان دي او د اسلامي امارت د اصولو په اساس خپل کارونه په بشپړ صداقت ترسره کوي.
نوموړي زیاته کړې؛ تهران کې د افغانستان سفارت د هغو سفارتونو له جملې څخه دی چې ډېر زیات مراجعین لري، د بېلګې په ډول موږ هره ورځ شاوخوا (۳۶۰۰) پاسپورټونه تمدیدوو.
دغه راز نوموړي د وثایقو د توزیع برخه کې شته ضرورتونه له قضایي پلاوي سره شریک کړي او یاد قضایي پلاوي د دغه اړتیاوو د پوره کولو ډاډ ورکړی دی.