ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

امریکا کې بندي افغان مجاهد ازاد او هېواد ته را ولېږدول شو

بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د افغانستان اسلامي امارت او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د اوږدو او ګټورو مذاکراتو په پایله کې په امریکا کې یو بندي افغان مجاهد خان محمد له امریکایي اتباعو سره په تبادله کې له بنده ازاد او هېواد ته را ولېږدول شو.

یاد وزارت زیاتوي: “خان محمد چې د امریکایي محکمو له لوري د عمري بند سزا ورته اورول شوې وه او په کالیفورنیا ایالت کې يې د بند موده تېروله، نږدې دوې لسیزې وړاندې په ننګرهار کې نیول شوی و.”

د بهرنیو چارو وزارت په وینا؛ د افغانستان اسلامي امارت دا تبادله د خبرو اترو له لارې د مسئلو د حل یوه ښه بېلګه بولي او په دې برخه کې د قطر ورور هېواد له مؤثر رول څخه ځانګړې مننه کوي.

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: “اسلامي امارت د امریکا متحده ايالتونو هغو اقداماتو ته په مثبت نظر ګوري، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړيکو له عادي کېدو او پراختيا سره مرسته کوي.”